Banner

د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

10.03.2010 04:34
هدايت الله صافى 16.08.2013 05:42

حيران صاحب سلامونه ونېكې هيلې مې ومنه
ټپه چې هرڅه وي ديو وخت اومهال شى وي چې له خولې ووځي ،سړى فكر كوي چې ياره نو زړه مې خوشحاله كړ او ټپه مې زمزمه كړه او لاړه په هوا متلاشي شوه،خوداسې نده خبره كه ښه وي اوكه بده دالله تعالي په نزد جمعه كېږي، د رسول الله صلي الله عليه دحديث مبارك مفهوم دى چې ډېر ځل انسان په خپله خبره پوهه هم نوي او دا انسان كفر ته رسېدلى وي او ډېرځلي انسان په بې خبرۍ كې لوړې درجې ګټلې وي .
له ټپو دې مننه كووم خو دا لږ بدلون غواړي ،كتاب،طالب،مجاهد،عالم، مدرسه،جومات،اوداسې نور... زمونږ ديني مقدسات دي دېته لږ كاږه كاته هم ډېر دي

سيدمحمد زرمتئ 12.03.2010 18:14

دسترګو توره حيرانه وروره؛
ماستا يادچاله خوادرته راليږل شوی ټپی په اوله ورځ دټول افغان په پاڼه کی ولوستلی هم می خوښی شولی اوهم ډير خپه شوم٠خپل وړانديز می ددی اخيرته پريښودل چی زما دټاټوبی ستر ليکوالان ورباندی رڼاواچوی٠ځکه به خپل نظرتر ټولو وروسته ورکړم٠ګرانه وروره؛اول می ستا دټپي ليکونکی تر ليکنی پوری يوه ټوکه ياکيسه راپه زړه شوه چی مخکی لدی چی نظر ورکړم دټپی جوړونکی يا ليږونکی په هکله کيسه داسی وه٠دببرک کارمل په وخت کی ډيرو دپرچم پلويانو دوه خيراتونه خوړل هم ئی دجاهيلينو کارت لرل هم دکاغل٠يؤکس چی يوه ورځ ئی خپلي ښځی ته کورتۍ دپريمينځلو لپاره ورکړيده٠ښځی خوارکۍ کله چی دميړه کورتۍ مينځی کوم کاغذونه چی دخاوند په جيب کی وه،يسته کړيدی٠کورتۍ ئی مينځلي وروسته له وچيدو ئی بيرته دخاوند کاغذونه(کارتونه)دخاوند دکوتۍ په جيب کی ورته يښی دی٠خاوند سباهی خپله کورتۍ اغوستی ده،اوښارته وتلئ ده،سړی ته خپل جيبونه ځلاند وه چی په کوم جيب کی کوم کارت يښئ ده؟دکابل په ښار کی په هغه وخت کی په هر کونج کی ماسلان دتلاښئ لپاره ولاړ وه،چی همدغه شاغلئ ماسل درولئ او دسند غوښتنه ئی ورڅخه کړيده٠ده ماسل ته په ډير غضب سره ويلي دي،دغه ده زما کارت زه دکوپراتيف رئس يم ٠کله چی ماسل کارت کتلئ ده،هغه به يادجميعت يا دکوم بل کوند کارت وی٠ماسل په دغه ځائ دکوپراتيف رئس ښه ډبلولئ ده اوزندان ته ئی ليږلئ ده٠خامخابه يوه ورځ يا ونۍ وروسته خلاص شوئ وی،اوخپله ښځه به ئی هم ښه ډبولي وی،چی دخاوند کارتونه ئی په غلتوجيبو کی ځائ په ځائ کړيوه٠نو ستا دټپو ليږونکئ هم دکوپراتيف رئس ده٠بس ده چی طاليب غريبان دخائن اولاسپوڅی پاکستان دلاسه اؤس زوندی په امريکا خرڅوی له بلي خوا دغسی ددوکارتو خاوندان نن ورته داسی ټپی ليکی٠دغه ښاغلئ ټپی جوړونکئ د تميم ړنګ ليکنه په ټول افغان کی ولولی اوپند دورڅخه واخی هيله چی زماوړانديز خپور کړی٠په درناوی

کامران شډل 12.03.2010 17:05

سلام حیران صیب !

یاره څه تخیل درباندې خدای پيرزو کړی ، زه خو وایمه چې هر وخت یی شکر ادا کوه.

بس په اوله ټپیزه کې دې لکه چې اشاره خپل ځان ته ده.
هاهاهاهاهاهاهاه
خام هلک یی او بیا څڼې او کاکل هم د خولۍ لاندې ګرځوې.

بس یاره راته ژوندی اوسې.
شډل

سید اختر خان پاچا 12.03.2010 16:53

سلامونه
وايي ګپ از ګپ مې خېزه نو خبره په طالبانو ورسیخه شوې او دطالبانو دمهال په ټپو.
زه به هم ډېر لیرې نه ځم ماته پرون چا په موبایل ټلیفون دمسېج له لارې دا شعر راولیږو:

تروګمۍ ده بیابان دی نیمه شپه ده
لا مې ویښ طالب جانان دی نیمه شپه ده

په تلوار تلوار په مینه قدم اخلي
په غلیم پسې روان دی نیمه شپه ده

دخپل دین وطن دفاع کړي میړنی دی
تازه شوی یې ایمان دی نیمه شپه ده

مننه
سید اختر خان پاچا
پېښور

لیږل.................................

احمد پکتين 12.03.2010 13:17

ګرانه حنيف حيران وروره ، ښې پېرزوينې او تاوده سلامونه ومنه،

له نظره مه شې ، په زړه پورې او خوندورې ټپېزې دې ليکلې ، په دې لار کې دلا ډېرو برياوو هيلې درته کوم ، ستررب دې وکړي چې ، دهمدې وېبلاګ له لارې راباندې دا زېری وکړي چې دټپېزو مجموعه مې چاپ کړه٠

په همداسې ښه هيله ، احمد پکتين

janan 11.03.2010 14:48

سلام ټولو یارانو ته!

خلیل جانه ستا په تبصره به شروع وکړم ، یاره ته هم ولا زنداباد ډېر هوښیار او دانا سړی او که هلک یی ، خو چې سړی نشې ولاکه رانه هلک هم شې .
مړه خلک د ټپیزو صفت کوي او ته په کې د هغې شي صفت کوي چې کوم حیران صیب نه بلکې نورو جوړه کړیده . هاهاهاهاهاهاهاها ، یاره ډېر وران راته ښکارې په چل چل خلکو پورې خاندې او دا ورته وایی چې دغه ټپه مې ډېره خوښه شوي دا ورته نه وایی چې پورته مصرعې مې خوښې شوې.

او زما خپل نظر د ټپیزو په باره کې دا دی چې ډېر ښکلې دي ، لکه څرنګه چې له مخکې نه خبر یاستو چې حیران صیب یوازینی سړی دی چې دومره په زړه پورې ټپيزې جوړوي او ددې خبرې ډېر ملګرې ګواه دي.
واقع ّ چې حیران صیب په هغه ټپه داسې یو خوږوالی او یوه ښکلا اچوي چې ټپه په ټپیزه بدلیږي او ښکلا او رنګ کې یی بلا فرق راځې او د خلکو په زړونو کې ژور او تل پاتې ځای نیسې.

بس خدای عزوجل دې راته حیران صیب کامیاب ، غښتلی او ژوندی لري
جانان دې

زرملوال 11.03.2010 11:36

حنیف حیران صیب
نور لکه چي کم وه چې تاهم په خوارکي طالب پسې راواخیسته
اوخلیل صیب تادطالبانودمهال په اړه دټپوپه اړه خپل ذوق څرګندکړی وه که ته اوحیران یې ججوری لرئ زه به هغه مهال څونورې ټپي هم ووایم .

په طالب ترخې زرغونې شوې
موریې دژوندتمه لري چې رابه شینه
شمال دیارپه وینوسور دی
چې دشمال شمال راځي ماژړوینه
خاونده دابه ستاقضاوي
چې تورې څڼې مې دبلخ بادونه وړینه
شمالي زر زرفتحه کیږه
ماکتابونه په نیمای پرې ایښې دینه
سپین طالبان ترشیدوسپین وه
دبم لوګویې توربخون کړل سپین مخونه
دماهیپر په غاړه جنګ ده
زیړي ځوانان په مرګي غیږې بدلوینه
او..................

زرملوال صاحب مينه اوسلامونه

ګرانه، ما په طالبانو پسې نه ده راخيستې دا خو يوه ټپه ده، چې د يو چا لخوا ويل شوې ده، ګوره ځينې داسې ټپې هم دي، چې هغه د يو نظام په پلوي يا په ضد ويل شوي دي يا ځينې کليوالې سندرې دي چې په هغه مهال کې د يو چا له لوري ويل شوې دي، بيا ټپه خو داسې ده چې شاعر نه لري هر څوک يې ويلی شي او هر چا ويلې ده؛ خو دعوه يې هيڅوک هم نشي کولای. ګوره لکه دا سندره:

امير امان الله عسکر جانان راپرېږده چې راځينه...... تخت دې واوړه.

يا دا ټپه چې:

خدايه د قطر پاچا مړ کړې.......په شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينه

اوس که يو څوک ووايې چې دا ولې ويل شوې ده دا خو يې د قطر مسلمان پاچا ته ښېرې کړې دي هغه بېچاره څه کړي دي او داسې نور ډېر مثالونه، نو ګرانه دا خبره نه ده چې ګني زه د طالبانو خلاف يم يا بله کومه خبره ده.

ورور دې محمدحنيف حيران، پېښور

کامران ګردېوال 10.03.2010 20:08

dere khe tapeze de hairan saib,,,,,allah de jwanda lara

محمدالله ارین احمدزی 10.03.2010 12:23

یاره وام حیران صیب زنده باد ډيرې ښکلې ټپيزې دې لیکلې وي او ستا په ټپيزو کې مې تر ټولو کوم شی چې ډير خوښيږي هغه دا دي چې ته کوښښ کوې نوې لنډۍ هم ورته جوړې کړې چې د دې کار زه په ځانګړي توګه او شخصي اند ستاینه کوم او د ستایلو وړ یې بولم. ستا په پورته ټپيزو کې کومه چې زما ډيره خوښه شوه هغه دا ده چې وايي:
لشې لشې تېره باڼه وړه
لکه سېلاب په مخ هر څۀ وړه
د عاشقۍ پېټی په زړه وړه
ناز د بې نيازو خلکو مه وړه
قدم زما په سترګو ږده چې ناز دې وړمه
په ادبي او پښتني مینه
ورور دې
محمدالله ارین احمدزی

abid 10.03.2010 11:20

salamona
garana hairan saib
tapizo dy deer khwand wokro,Allah dy noor ham tawfiq darkri .
wror dy ABID

خليل 10.03.2010 11:03

حيران صيب په كومه ټپه چې دا ټپيزې پيل شوې دي،همدا زما د خوښې ټپه ده په دې كې د طالبانو دڅارنې دكلك سيستم او مذهبي پوليسو او د هغه وخت د اختناق ډيره ښه عكاسي شوې ده. دا يوه داسې تلپاتي ټپه ده چې په هر دور كې ورنه د طالب اوملا د حاكميت اواستبداد نه خلك خبر ساتلى شي. دې ته ورته ټپې ښايي د اوسني حاكميت په اړه هم ويل شوې او تر دې پخوا د خلكيانو د نظام په اړه هم ښې ټپې لرو كه چيرې دې پرې لاس بر شو ددغه شان سياسي جريانونو پورې د تړلو ټپو نه د ټپيزو په جوړولو سره نوي ساه واچولې شي دا به نورې هم وځلوې او تلپاتي به يې كړې.

د طالبانو سخت نظام دى
چپه كاكل دخولۍ لاندې ګرځومه
واه په رښتيا چې ټپه يو نادره شى دى.

ضياالحق 10.03.2010 09:22

سلامونه او احترامات ټولو لوستونکوته٠
او په خاصه توګه حيران صاحب ته دزړه له کومي سلامونه او احترامات٠
ډيري خايسته ټپيزي دي ډير خوند يي وکړ ستاسو د کاميابي او برياؤ په هيله
په درنښت

N.ilham 10.03.2010 05:40

Salamona Hiran sibt
tapezo kho khamakha khwage v zaka che tapa la har sh khwaga v.
Sta da tapo da intekhab zawq aali di kana der dee che tapeze leke.
Pa hagha wraz by aranaghle nazwana!

وعليکم سلام الهامه وروره،

الله دې راته لره،ګرانه خوشال اوسې چې زما نا چيزې ټپيزې او زما د ذوق ستاينه دې کړې ده، هو رښتيا هم زما له ټپيزو سره نه، بلکې له ټپو سره بې سارې مينه ده او ډېرې راته يادې هم دي همدې لېونۍ مينې دې ته اړ کړی يم، چې ټپيزې ترې جوړې کړم او درنو لوستونکيو ته يې پر ليکه کړم ګنې دا خو ټولو ته جوته ده، چې د ټپيزو خوږلت د آرې ټپې له برکته دی . پاتې شوه دا خبره چې زه هغه ورځ درنغلم، هو ګرانه په هغه ورځ مې بوختياوې ډېرې وې په همدې وجه مو سره ونه ليدل؛ خو ځه ما او تا دې خدای لري سرک به جوړ شي سرکاري. د بيا ليدو په هيله مو.

ورور دې محمدحنيف حيران، پېښور